ضیاءالحق سرحدي؛ د انصاف، متانت او سوداګریز بصیرت روښانه بېلګه

ضیاءالحق سرحدي د سوداګرۍ، قلم او سپین‌لمنۍ یو دروند نوم!
حمید فاضل خیل
په پیښور کي د افغانستان تجارتي آتشي پخواني مرستیال

ښاغلی ضیاءالحق سرحدي یوازې یو تکړه لیکوال، ژورنالست او بریالی سوداګر نه دی، بلکې یو باوقاره، مدبر، لرلید لرونکی او د ښو انساني ارزښتونو خاوند شخصیت هم دی، چې له څو نسلونو راهیسې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د پېښور څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې او د صنعت او سوداګرۍ په اړوندو ادارو کې یې هم مهم مسؤلیتونه پر غاړه لرلي دي. د هغه مسلکي تجربه، سوداګریز بصیرت، ژورنالیستیک قلم او د خلکو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د رامنځته کولو وړتیا، هغه د درناوي او قدر وړ شخصیت ګرځولی دی.

ما له ښاغلي سرحدي صاحب سره د سوداګرۍ په تړاو په ګڼو رسمي او مهمو مجالسو کې د ګډون فرصت درلود. د نوموړي له نږدې پېژندنې وروسته مې د هغه په شخصیت کې حوصله، متانت، ځیرکتیا، پراخ نظر، نرمي او له تعصب څخه پاک دریځ په څرګند ډول لیدلی دی. هغه د هغو شخصیتونو له ډلې دی چې د خبرو تر څنګ یې چلند، د نظر څرګندولو طریقه او له نورو سره تعامل هم د درناوي وړ دی.

د سرحدي صاحب یوه ځانګړې ځانګړنه دا ده چې د حق او حقیقت په ملاتړ کې د مصلحتونو تر اغېز لاندې نه راځي. ما په ګڼو سوداګریزو او رسمي مجالسو کې لیدلي چې نوموړي د افغانستان د سوداګرو د حقونو او مشروع غوښتنو ملاتړ کړی او په داسې مواردو کې یې د افغانستان د دریځ دفاع کړې چې د ده په نظر حق له افغانستان سره و. دا ډول دریځ یوازې د خبرو زړورتیا نه، بلکې د اصولو، انصاف او مسلکي وجدان څرګندونه هم ده.

زما په اند، د ښاغلي ضیاءالحق سرحدي ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې یو تجربه‌کار سوداګر او د قلم خاوند دی؛ بلکې اصلي ارزښت یې په دې کې دی چې د سوداګرۍ تر څنګ د اعتماد، متقابل درناوي، انصاف او سالمو اړیکو د پیاوړتیا هڅه کوي. نوموړی د هغو خلکو له ډلې دی چې د شخصي او ملي ګټو ترمنځ د توازن، د اختلافاتو د سوله‌ییز حل او د سوداګریزو اړیکو د دوام اهمیت درک کوي.

په داسې زمانه کې چې ډېر کسان د خپلو ګټو لپاره د حق له څرګندولو ډډه کوي، د هغه چا درناوی لا زیات ارزښت لري چې د انصاف او حقیقت ملاتړ خپل اصل ګڼي. ښاغلی ضیاءالحق سرحدي زما په نظر د همدې درناوي وړ شخصیتونو له ډلې دی؛ یو داسې نوم چې د تجربې، متانت، سوداګریز بصیرت او د حق‌غوښتنې له ځانګړنو سره تړلی دی.

سرحدي صاحب ته د لا ډېرو بریاوو، روغتیا او اوږد عمر هیله لرم. باور لرم چې د ده په څېر د متوازنو، منصفو او له تعصبه پاکو شخصیتونو شتون د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي، د سوداګرو د حقونو د خوندیتوب او د دواړو ملتونو ترمنځ د متقابل تفاهم لپاره ارزښتناک فرصت دی.

دروند شخصیتونه په القابو نه، بلکې په کردار پېژندل کېږي؛ او د انسان تر ټولو ستره پانګه هغه باور دی چې د خلکو په زړونو کې یې د خپل چلند او دریځ له لارې پیدا کړی وي.

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے